د چک د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې ولسمشر پتر پاول هغه څلور سرتېري بښلي چې ۲۰۱۸ کال کې د یو افغان سرتېري، وحیدالله خان، د مړینې په قضیه کې تورن شوي وو.
یاد سرتېري د چک د ځانګړو عملیاتو د ۶۰۱ ډلې غړي وو او ټاکل شوې وه چې د باجاخیستنې، د نظامي امر د سرغړونې، د اصولو د ماتولو او د مرستې د نهورکړې په تور محاکمه شي.
ولسمشر پاول له پېښې د دقیقې ارزونې وروسته، د جګړې د استثنایي شرایطو او دې حقیقت ته په پام سره چې دغه سرتېري په مستقیم ډول د تاوتریخوالي مرتکب نهدي، هغوی بښلي دي.
دغه پېښه په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال رامنځته شوه چې افغان سرتېري وحیدالله خان د هرات ولایت په شینډنډ پوځي اډه کې یو چکی سرتېری، توماش پروچازکا، وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.
وروسته وحیدالله د امریکايي او چکي ځواکونو لهخوا ونیول شو او د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، هغه وهل شوی و او کله چې بېرته افغان ځواکونو ته وسپارل شو، بېهوښه و او ژر یې ساه ورکړه.
چک پوځیان له ۲۰۰۲ تر ۲۰۲۱ پورې د آیساف او ناټو د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځای پر ځای وو.