پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Homeکورپاڼهتسنیم:امریکا بېرته د زور لاره نیولې؛ خو دوی باید وپوهیږي چې ایران...

تسنیم:امریکا بېرته د زور لاره نیولې؛ خو دوی باید وپوهیږي چې ایران کلک ځواب ورکوونکی دی

تسنیم خبري اژانس د سي‌ان‌ان راپور ته په اشارې سره ويلي، چې د اسراییلو له لوري پر ایران د حملې ګواښ د خامنه‌یي له وروستیو څرګندونو وروسته مطرح شوی، چې پکې نوموړي ویلي وو مذاکرات ښايي بې‌پایلې وي.

تسنیم لیکلي، دا ډول ګواښونه د دوی لپاره نوې خبره نه ده.

دغه آژانس زیاتوي، امریکا له درې پړاوه مذاکراتو وروسته اوس د نظامي ګواښونو لاره نیولې ده.

دوی زیاتوي، امریکا او اسراییل ښه پوهېږي، چې جګړه له ایران سره یو اړخیزه نه ده او ایران به نه یوازې کلک ځواب ورکړي، بلکې د جګړې پایله به هم دوی وټاکي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here