د سيانان تلویزیوني شبکې د څو امریکايي چارواکو له قوله، چې نومونه یې نه دي افشا شوي، راپور ورکړی چې نوې استخباراتي معلومات ښيي چې اسرائیل د ایران د اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره جدي چمتووالی نیسي.
چارواکو سيانان ته ویلي، دا اقدام ښايي نه یوازې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دریځ سره ښکاره اختلاف څرګند کړي، بلکې د سیمې د پراخې شخړې د رامنځته کېدو خطر به هم له ځانه سره ولري.
راپور زیاتوي، لا تر اوسه دا روښانه نه ده چې د اسرائیلو مشرانو د دغه برید وروستۍ پرېکړه کړې که نه؛ خو د داسې یوه اقدام احتمال په وروستیو میاشتو کې په څرګند ډول زیات شوی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا، دا احتمال په ځانګړې توګه هغه مهال زیاتېږي چې د امریکا او د ایران ترمنځ خبرې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د اسرائیل له نظره ضعیفه یا نه منل کېدونکې وي.

