شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانسرچینې:صلاح‌الدین رباني د سپاه پاسداران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران...

سرچینې:صلاح‌الدین رباني د سپاه پاسداران له چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته تللی

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر صلاح‌الدین رباني نن تهران ته تللی دی.

ویل کېږي، رباني به په دې سفر کې د ایران د سپاه پاسداران له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم دا مهال په تهران کې دی، او د یکشنبې په ورځ یې د ایران له ولسمشر او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

تر دې وړاندې د مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود هم ایران ته سفر کړی و، چې هلته یې د سپاه پاسداران او د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here