د امریکا د کینټکي، میسوري او ویرجینیا ایالتونه سختو توپانونو وځپل، چې له امله یې تر ۲۵ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه خلک له برېښنا بېبرخې شوي دي.
امریکایي رسنۍ وایي، چې په کینټکي کې ۱۸، میسوري کې ۷ او ویرجینیا کې ۲ تنه وژل شوي دي.
د دوی په وینا، په سنت لوئیس ښار کې ۵ کسان مړه شوي او ۵۰۰۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي.
امریکایي رسنۍ زیاتوي، چې ګڼ کورونه له خاورو سره خاورې شوي، او درې بیړني پناهځایونه هم پرانیستل شوي دي.
امریکایي چارواکو د نورو توپانونو خبرداری هم ورکړی دی.

