د قزاقستان د اوبیزو سرچینو وزارت مرستیال، اسلان عبدالرحیماوف وايي، چې د قوش تېپې کانال له جوړېدو سره به د دوی د اوبو امنیت زیانمن شي.
نوموړي ویلي، دا چاره پر ارال بحیرې او سیر دریا بده اغېزه کوي، چې له امله یې د دوی اوبه زیانمنیږي.
تر دې وړاندې هم د یاد هېواد چارواکو د قوش تېپې کانال جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
بل لورته بیا د طالبانو حکومت تل ویلي، چې دوی د دغه کانال جوړېدو ته ژمن دي.

