د امریکا ایبيسي نیوز راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د یوه پلان ارزونه کوي چې له مخې به یې تر یو میلیون پورې فلسطینیان د غزې تړانګې څخه لیبیا ته په دایمي ډول انتقال شي.
راپور زیاتوي، دغه طرحه جدي شوې او له لیبیايي چارواکو سره خبرې هم شوي؛ خو تراوسه نهايي توافق نه دی شوی.
په بدل کې امریکا ښايي د لیبیا کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
بل لورته حماس دا طرحه رد کړې او ټینګار یې کړی چې فلسطینیان یوازې خپله پرېکړه کوي.

