د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د کرمانشاه په سفر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.
نوموړي وویل، چې ډونالډ ټرمپ ایراني مشران او رهبران غله بللي؛ خو خپله دوی نړۍ لوټ کړه.
پزشکیان ټینګار کړی چې د ایران د رهبر ژوند روښانه دی؛ خو د هغو کسانو ژوند هم معلوم دی چې ادعا کوي نړۍ د قانون له مخې اداره کوي.
هغه ویلي:«موږ د خپل رهبر ژوند وینو، هر څه یې څرګند دي، خو هغوی چې نړۍ لوټوي، د هغوی ژوند هم خلکو ته معلوم دی.»
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ترینګلې دي او دواړه خواوې وخت ناوخت پر یو بل تورونه لګوي.

