د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق اجرایوي رییس اندرو سابرټن له افغانستان څخه د خپل سفر وروسته ویلي، چې دا هېواد له «دوګوني بشري کړکېچ» سره مخ دی.
نوموړي ویلي، د افغان کډوالو په زور راستنیدنه او له دغه صندوق سره د امریکا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مالي مرستې بندېدل، وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.
ښاغلي سابرټن زیاته کړې چې د مالي سرچینو د کمښت له امله، ښايي ۶.۳ میلیونه وګړي چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، د روغتیايي او بشري خدماتو له لاسرسي بېبرخې شي.
د راپور له مخې، یوازې د روان کال د اپریل میاشت کې له ایران او پاکستان څخه تر ۲۵۰ زرو زیات افغان کډوال راستانه شوي، چې نږدې ۹۶ زره یې په زور شړل شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي چې دغه مالي مرستې له کورنۍ روغتیا، ګرځنده روغتیايي ټیمونو او رواني ټولنیزو ملاتړونو سره مرسته کوله، او که دا وضعیت دوام ومومي، نو د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق فعالیتونه به تر نیمايي هم راکم شي.

