د بنګلهدېش د ټاکنو کمېسیون د لرې کړل شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په مشرۍ د عوامي حزب لیګ د بنګلهدېش په ټاکنو کې له ګډون منع کړی دی.
د یاد هېواد د ټاکنو کمېسیون ویاند اختر محمد ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت له لوري پر دغه ګوند او دغه ګوند پورې تړلو ډلو باندې د لګېدلو بندیزونو له کبله نشي کولای، چې دوی ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړي.
دا حزب په دې هېواد کې د لسګونه کسانو په وژلو تورن شوی دی.
د یادونې ده، چې شېخ حسینې په بنګلهدېش کې شل کاله واکمني وکړه.

