د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بنټ پر سفر د طالبانو بندیز د اندېښنې وړ بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، موږ له طالبانو غوښتي چې پر دې پرېکړې له سره غور وکړي.
یاد ویاند زیاته کړې چې افغانستان ته د بنت پر سفر بندیز دا ښیي چې طالبان د افغان ولس او نړیوالې ټولنې د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اړین اقداماتو ته چمتو نه دي.
د هغه په وینا دا د طالبانو اقدام دی چې پر خبریالانو او ښځو بندیزونه زیات کړي.
نوموړي ویلي چې موږ له طالبانو غواړو، هغه اندېښنې چې د خلکو لخوا راپورته شوي، د دې پر ځای چې طالبان د دوی د چوپ کولو هڅه وکړي باید حل یې کړي.