د پاکستان د خلکو ګوند مشر او پخوانی د بهرنيو چارو وزير، بلاول بوتو زرداري له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي پوځي شخړې د مخنيوي لپاره مداخله وکړي.
هغه د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د چمتووالي يادونه کړې او ويلي چې که هند حمله وکړي، پاکستان به پر ځواب ورکولو آماده وي.
بلاول د هند او پاکستان ترمنځ د پخوانیو جګړو په تاريخ خبرې کړې او د شفافو تحقیقاتو غوښتنه يې کړې ده.
هغه خبرداری ورکړی که چېرې دا تحقیقات ترسره نشي، شخړه ممکن په بشپړه جګړه بدله شي.
زرداري زياته کړې چې دواړه هېوادونه اتومي قدرتونه دي او د اتومي شخړې خطر باید له پامه ونه غورځول شي.

