د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، سره له دې چې روسیه پر اوکراین بریدونه کوي؛.خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي جګړه پای ته ورسوي.
ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې کړې.
هغه ویلي: «پوتین غواړي سوله راولي، که زه دلته نه وای، هغه به غوښتل چې ټول اوکراین تر کنټرول لاندې راولي.»
نوموړي زیاته کړې چې زما په اند د پوتین اصلي هدف د ټول اوکراین نیول و؛ خو زما له امله به هغه دا کار ونه کړي.

