جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانډنمارک؛د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د افغان کډوالو د جبري اېستلو پر...

ډنمارک؛د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د افغان کډوالو د جبري اېستلو پر ضد لاریون شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ ډنمارک څانګې نن د دغه هېواد اغوس کې د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی.

حماسه میډیا ته په رالېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې لاریون کوونکو له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني او غیر اسلامي بللی.

د یادې څانګې مشر میرویس سالم وزیر ویلي، دوی شاهد دي چې پاکستان افغان کډوالو سره غیر انساني کړنې روانې کړي دي.

د یادونې ده چې روانه اوونۍ پشتون ژغورنې غورځنګ په ډېرو هېوادونو کې لاریونونه پیل کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here