بریتانوي سیلاني تویوسي اوسېدین ویلي، چې افغانستان کې یې له یو طالب سره جنسي اړیکه ټینګه کړې.
بریټانوي رسنۍ ډیلي میل ویلي، چې ۳۰ کلن اوسېدن چې د پاکستان له لارې افغانستان ته راغلی وایي، یو هوټل کې له طالب امنیتي ساتونکي سره مخ شوی او بیا یې ترې غوښتي چې له ده سره ډوډۍ او فلم یوځای وګوري.
نوموړی ډیلي میل ته زیاته کړې، تر دې وروسته یې طالب ساتونکی ملګری شو، چې بیا یې جنسي اړیکه هم ټینګه کړه.
د هغه په خبره، طالبان رومانتیکه اړیکه او په ځانګړي ډول ښکلول ډېر خوښوي او دا طالب ښه پوهېده چې څه وکړي.
نوموړی وایي، هڅه یې کوله چې په دا ډول اړیکو کې محتاط اوسي.
هغه دا هم ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۶۹ هېوادونو ته سفر کړی، ویلي، هڅه کوي چې په هر هېواد کې ځانګړې تجربې ولري، حتی که هغه هېوادونه محدودیتونه ولري.
دغه ګرځندوی ویلي چې له امنیتي ستونزو، د طالبانو له پراخ شتون، او د خلکو له سخت وضعیت سره هم مخ شوی و، او حتی څو ځل یې دا احساس کړی چې شاید له دغه سفره ژوندی ونه وځي.

