د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام د زدهکړو د حقونو ښکاره نقض او د نه منلو وړ عمل دی.
یاد سازمان ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت باید ټولو نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوي ښوونیز کال په راتګ سره هم د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې دي.

