د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره ټیلفوني خبرې کړې.
دیمتري پیسکوف ویلي، چې پوتین په دې خبرو کې له احمد الشرع سره د همکارۍ ژمنه کړې.
نوموړي د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د الشرع له هڅو مننه کړې.
د یادونې ده چې د سوریې پخواني ولسمشر بشارلاسد هم روسیه کې پناه اخیستې.

