تېره ورځ ټيټيپي ډلې د پاکستاني پوځیانو خلاف ۶ بریدونه کړي.
دا بریدونه په دېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، خیبر او یو شمېر نورو سیمو کې شوي دي.
په دغو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
یادې ډلې ویلي، چې بریدونو کې یې د پوځیانو یو شمېر وسایط هم ویجاړ کړي.

