فلسطیني رسنیو ویلي، چې اسراییلو په غزه کې د ملګرو ملتونو پر دفتر هوایي برید کړی.
دوی ویلي، چې په دې برید کې یو بهرنی وګړی وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
بل لورته د اسراییلو پوځ په یوه اعلامیه کې دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پر ملګرو ملتونو برید نه دی شوی.
د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، د پېښې له ځایه خپرې شوې انځورونه ښيي چې ټپیان د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې (UNMAS) غړي دي، چې د چاودیدونکو توکو د پاکولو په برخه کې فعالیت کوي.
ملګرو ملتونو تر اوسه په رسمي ډول د دې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

