د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له سیاسي ګوندونو غوښتي چې په تمامه معنی د پاکستان له حکومت سره ودریږي.
هغه د امنیتي کمېټې په ناسته کې د ترورزیزم پر وړاندې پر یوې ملي اجماع ټینګار کړی.
نوموړي د عمران خان د ګوند له لوري د دغې غونډې د رد په اړه هم خفګان ښودلی دی.
په دې ناسته کې بیا د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، هغه کسان چې غواړي پاکستان له امنیتي لارې ضعیفه کړي؛ باید وپوهېږي، چې دوی ټول متحد دي او هیڅکله به دغه ارمان ته ونه رسېږي.

