سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانعبدالمطلب حقاني:پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې...

عبدالمطلب حقاني:پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

عبدالمطلب حقاني ویلي، چې دا ډول یو اړخیزې پرېکړې د هیچا په ګټه نه دي.

نوموړي ویلي، افغان کډوال باید د یوې دوه اړخیزې هوکړې پر اساس را و اېستل شي.

تر دې وړاندې د پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور هم ویلي وو، چې دغې پرېکړې سره مخالف دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here