جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهفاننشل ټایمز:د برېتانیا حکومت د بي‌بي‌سي بودجې د کمولو په لټه کې...

فاننشل ټایمز:د برېتانیا حکومت د بي‌بي‌سي بودجې د کمولو په لټه کې دی

د امریکا دولتي رسنیو د بودجې له لغوه کولو سره په یو وخت؛ فاننشل ټایمز راپور ورکړی، چې د برېتانیا حکومت د بي بي سي د بودجې کمولو په لټه کې دی.

د بي بي سي عمومي مدیر ټیم دیوي ویلي، چې دوی په دې اړه د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرو ته چمتو دي.

تر دې وړاندې د برېتانیا چارواکو د دولت د لګښتونو بیا کتنې پروګرام کې ویلي، چې پر بي بي سي د بودجې کمول د دوی له انتخابونو څخه دی.

د یادونې ده، چې امریکا هم تېره ورځ د ټولو دولتي رسنیو کارکوونکو دندې وځنډولې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here