د خیبر پښتونخوا په کرک او پېښور سیمو کې په جلا بریدونو کې دوه پولیس او یو امنیتي ساتونکی وژل شوي.
د کرک د پولیسو قوماندان ویلي، چې بریدګرو د پولیسو پر مرکزونو او د ګاز پر تأسیساتو درانه بریدونه کړي دي.
تحریک طالبان پاکستان د دې بریدونو مسؤلیت منلی دی.
یادې ډلې اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر ضد به خپله جګړه دوامداره وساتي.

