د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي پولو د ټاکلو تړون هرکلی کړی.
دا تړون، چې له نږدې دوو کالو خبرو اترو وروسته شوی؛ له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې معلومې شي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام دی.
اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام به په منځنۍ اسیا کې د تل پاتې سولې او ثبات یو نوی باب پرانېزي.

