بلوڅ آزادي غوښتونکو ادعا کړې چې دوی ۲۱۴ برمته شوي پاکستاني پوځیان وژلي دي.
یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستان حکومت ته یې د خبرو اترو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی و؛ خو هغوی دا فرصت له لاسه ورکړ.
دوی ویلي، چې د پاکستان د پوځ د غرور له امله دوی مجبور شول چې برمته شوي پوځیان ووژني.
د یادونې ده چې بلوڅ ازادي غوښتونکو څو ورځې وړاندې دا کسان په بلوچستان کې له جعفر ایکسپرس اورګاډي برمته کړي و.

