د جنوبي وزیرستان په ورسک جومات کې چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان د غړي او د سیمې مشر عبدالله ندیم په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د عبدالله ندیم روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.
تر اوسه د مولانا فضلالرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند په دې اړه څه نه دي ویلي.

