جمعه, اپریل 3, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت:تهران د افغانستان د اوبو...

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت:تهران د افغانستان د اوبو د پروژو د پلي کولو لپاره همکاري راسره کوي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې تهران د افغانستان د اوبو د پروژو د پلي کولو لپاره د طالبانو له حکومت سره همکاري کوي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، علي رضا بیکدلي سره لیدلي او په دې اړه یې خبرې کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د ایران سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هوډ لري چې د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو په تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

خپرپاڼه کې راغلي، چې عبداللطیف منصور ویلي چې دا دوی له ګاونډیو هېوادونو سره د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو هرکلی کوي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې ایران په ځلونو د حقابې غوښتنه کړې او ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د ایران له حقابې سترګې پټوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here