د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د بلوچ ازادي غوښتونکو له لوري د جعفر اکسپریس اورګاډي د برمته کېدو پېښې ته په غبرګون کې ویلي، چې د بلوڅانو مبارزه د پاکستان د پوځ د ظلمونو پر وړاندې له ۱۹۴۸ کال راهیسې پیل شوې.
ښاغلي نبیل پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا مبارزه د پاکستان د پوځ لخوا د سیستماتیک تبعیض، له سیاسي صحنې څخه د بلوڅانو شړلو، د وژل او او ورکیدو پالیسۍ، او د بلوچستان له طبیعي زېرمو څخه د ناعادلانه ګټه اخیستنې په وړاندې د غبرګون په توګه دوام لري.
هغه د ملي مقاومت په نوم او جهادي څیرو څخه پوښتلې چې:« د پاکستاني پوځیانو ظلم پر بلوچانو او د همدې پوځ نیابتي ځواک (طالبان) ظلم پر افغانانو ترمنځ څه توپیر شته؟»
رحمت الله نبیل وایي، چې د داسې قضیو په اړه باید د تاریخي او ټولنیزو عواملو ته ژور پام وشي او د انصاف او بېطرفۍ له مخې پرېکړې وشي.
ښاغلي نبیل دغه راز ویلي، تر هغو چې پاکستان په نړیوالو ستیجونو کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خپلو ناسمو پالیسیو اعتراف ونه کړي او د افغانانو څخه رسمي بښنه ونه غواړي، تر هغه وخته پاکستان د باور وړ دوست نشي کېدای.

