د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ټرمپ اداره هوډ لري د هر هغه چا ویزه لغوه کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.
نړموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي: «امریکا ته د ویزې له لارې داخلېدل یو امتیاز دی، نه یو حق.»
هغه دغه راز ویلي، د ټرمپ اداره هوډ لري چې که تاسو د ترهګرو د ملاتړ لپاره امریکا کې مېشت یاست؛ نو ستاسو ویزه به رد یا لغوه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د یوه اجرائیوي فرمان له لارې د کډوالو د منلو او بیا میشتولو پروسه ځنډولې ده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دې پرېکړې نږدې ۲۰۰ زره افغان اتباع له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

