روسیې له اوکراین سره د جګړې د پایته رسولو په موخه امریکا ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي.
رویټرز د دوو سرچینو له قوله دا خبر ورکړی؛ خو په دې اړه لاهم زیات جزیات نشته.
وړاندې تر دې په دې اړه د روسیې او امریکا چارواکو مخامخ او ان لاین یو شمېر غونډې کړې.
ویل کېږي چې د روسیې غوښتنې تر ډېره د پخوانیو غوښتنو په څېر دي.
د روسیې پخوانۍ غوښتنې د نیول شویو سیمو په رسمیت پېژندل، ناټو ته د اوکراین نه ور داخلېدل او په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو نه حضور شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د اوکراین جګړې په اړه د سعودي په کوربهتوب مذاکرات روان دي.

