بلوڅ ازادي غوښتونکو یوه اعلامیه کې ویلي، چې د برمته شویو کسانو له ډلې یې پنځوس تنه وژلي.
اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام یې پر دوی د پاکستاني پوځیانو له لوري عملیاتو ته چمتوالي په غبرګون کې پورته کړی.
پاکستاني پوځ تر دې وړاندې په سیمه کې نظامي عملیاتو ته چمتووالی ښودلی وو.
د یادونې ده، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې تېره ورځ بولان کې د پاکستان پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید وکړ، چې د پاکستان د پوځ، نیمه ځواک او ای ایس ای د کسانو په شمول یې سلګونه مسافر برمته کړي وه.

