د امریکا حکومت د سوریې دموکراتیک ځواک او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ د هغه تړون هرکلی کړی، چې له مخې یې یاد ځواک په دغه حکومت کې مدغم شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې دا چاره په سوریه کې د ډلو ټپلو د مخنیوي تر ټولو غوره لاره ده.
هغه په ورته وخت کې سوریه کې د وروستیو نښتو له کبله هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یادونې ده، چې د امریکا له ملاتړه برخمن د سوریې دموکراتیک ځواکونو وړمه ورځ د احمد شرع په مشرۍ د سوریې له نوي حکومت سره د یو ځای کېدو تړون لاسلیک کړ.

