په داسې حال کې، چې له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې پاکستاني لوري د تورخم لار تړلې؛ د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، پاکستان او افغانستان کولای شي، چې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
هغه اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکیب سره کتنه کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان د دوه ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو په توګه د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګڼ ګډ ظرفیتونه لري.
هغه له سفارت او کونسلګریو وغوښتل چې پاکستان کې د افغانانو ستونزو د حل لپاره هم هلې ځلې وکړي.

