د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په پلازمېنه مسقط کې کتلي.
دواړو لوریو په دې کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د نوي پړاو د پرانیستلو ډاډ یې ورکړی.
په دې لیدنه کې امیرخان متقي د افغانستان د جګړو پای ته رسېدل او د متوازنو نړیوالو اړیکو رامنځته کول د طالبانو د حکومت مهمې لاسته راوړنې بللې.
هغه د عماني پانګوالو لپاره په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه مهم بللي او د اقتصادي همکاریو د پراخېدو غوښتنه یې کړې.
دغه راز په دې لیدنه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لا پیاوړې کول غواړي.

