د قرغیزستان او اذربایجان یو شمېر چارواکو ویلي، چې دوی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره لېواله دي.
د قرغیزستان د کانونو وزارت پخوانی معین، او د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني معین، ازر شکوروف د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست، هدایتالله بدري سره کتلي او ویلي یې دي، چې هېوادونه یې د افغانستان په کانونو په ځانګړي ډول د نفتو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
طالب لوري بیا یادو کسانو ته د اسانتیاوو ډاډ ورکړی.

