د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د دې هیواد د لیبرال ګوند د نوي مشر او لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د نوموړي له ټاکنې سره د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو شاوخوا ۱۲ کلنه واکمني پای ته ورسیده.
کارني به د کاناډا د لومړي وزارت ترڅنګ د لیبرال ګوند مشري هم وکړي.
۵۹ کلن کارني د یکشنبې په ورځ د مالیې د پخوانۍ وزیرې کریسټیا فریلنډ سره په سیالۍ کې د لیبرال ګوند له ۱۵۲۰۰۰ غړو څخه ۸۶٪ رایې وګټلې.
کارني له بریا وروسته په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره وویل: «یو څوک غواړي زموږ هېواد کمزوری کړي. “هغه د کاناډا پر کارګرانو، کورنیو او سوداګرۍ برید کوي، او موږ به پرېنږدو چې نوموړی بریالي شي.”

