د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د باګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې ناسمې دي او دغه راز هغه وسلې چې له دوی څخه نیول شوي اوس مهال د دوی په واک کې دي.
نوموړی وايي، امریکا شل کاله د افغانستان خلک وژلي، ځورولي او اوس باید ځواب ورکړي.
مجاهد یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له امریکا سره د رسمي تعامل غوښتونکي دی او که دا هېواد د فشار له لارې د خپلو اهدافو د پوره کېدو نیت لري؛ نو دا چاره هیڅ پایله نه ورکوي.
هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په ریښتیني معنی له دوی سره تعامل ته را ودانګي.

