د هېواد پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، افغان ښځې د خپلو حقونو لپاره هم په کور دننه او هم بهر مبارزه کوي.
ښاغلي حمیدي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د انساني کرامت په پام کې نه نیولو سره طالبانو له تېرو څلورو کالو راهیسې د افغان ښځو پر وړاندې بندیزونه لګولي او دوی یې څنډې ته کړې دي.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي او د دوی قربانۍ هېرې نه کړي.

