ګوګل مپس د امریکا د کاروونکو لپاره د اونټاریو جهیل نوم «لېک امریکا» ته بدل کړی دی. دا بدلون د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه اجرائیوي فرمان وروسته راغلی چې د جهیل د نوم بدلولو امر یې کړی و.
ګوګل وايي، په کاناډا کې به جهیل لا هم «اونټاریو» بلل کېږي، خو امریکايي کاروونکي به یې په نقشه کې د «لېک امریکا» په نوم ویني او په نورو هېوادونو کې به دواړه نومونه ښکاره کېږي.
د کاناډا حکومت د نوم بدلون رد کړی دی.
د اونټاریو ایالت لومړي وزیر ډګ فورډ هم د جهیل د اصلي نوم د ټینګار لپاره لویه نښه درولې چې پرې لیکل شوي: «اونټاریو جهیل؛ اوس او تل.»
د ټرمپ دا پرېکړه د امریکا او کاناډا ترمنځ د روانو سوداګریزو ترینګلتیاوو په ترڅ کې شوې ده.
رویټرز وايي، د نوم بدلولو فرمان یوازې د امریکا پر فدرالي کارونې اغېز لري او کاناډا یا نړیوال سازمانونه نه اړ کوي چې نوی نوم وکاروي.

