چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Homeافغانستانهندي رسنۍ:چین افغانستان سره د پولې په اوږدو کې نوی اداري واحد...

هندي رسنۍ:چین افغانستان سره د پولې په اوږدو کې نوی اداري واحد جوړ کړی

هندي رسنیو راپور ورکړی چې چین د سین‌کیانګ په سیمه کې د «سن‌لینګ» په نوم یو نوی اداري واحد جوړ کړی، چې د افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر پولې ته نږدې موقعیت لري.

راپورونه وایي چې د دې اقدام موخه د واخان دهلېز په اوږدو کې د امنیت پیاوړتیا ده، ځکه دا سیمه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ ستراتېژیک اهمیت لري.

تر اوسه د چین رسمي سرچینو د دې نوي اداري واحد د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here