په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وېډیو ګانې او انځورونه ښیي چې په هرات کې د طالب ځواکونو له سختو امنیتي تدابیرو سره سره هم یو شمېر خلک نن د ولایت مقام مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو.
د ځینو رسنیو له لوري خپرو شویو وېډیو ګانو کې لیدل کیږي چې معترضین د طالبانو د ولایت مقام مخې ته د «مرګ پر دیکتاتور» شعارونه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ښځو او نجونو د نیولو پر ضد د هرات د یو شمېر اوسېدونکو سوله ییز لاریون د طالب سرتېرو له ډزو او زور زیاتي سره مخ شو چې په ډزو کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغې پېښې په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول او د هرات اوسېدونکو هم نن په پراخه کچه لاریونونه او اعتراضات پلان کړي وو خو په دغه ولایت کې په لوی شمېر طالب ځواکونو د خلکو د راټولېدو د مخنیوي لپاره ځای ځای امنیتي تدابیر سخت کړي وو.

