یکشنبه, جون 14, 2026
Homeافغانستاننصیر احمد اندېشه: یوناما یوازې حضور لري، خو اغېز یې نه ښکاري

نصیر احمد اندېشه: یوناما یوازې حضور لري، خو اغېز یې نه ښکاري

د ملګرو ملتونو په جینوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په یوه تازه تحلیلي مقاله کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د راتلونکي رول په اړه جدي بحث کړی دی.

هغه وايي، اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره یو ډېر مهم وخت دی چې باید په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځېدو یا کار د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي ځکه په وینا یې په اوسني حالت کې دا اداره اغېزمنه نه ښکاري.

اندېشه په خپله مقاله کې ادعا کوي چې د طالبانو تر واک لاندې وضعیت د ثبات په نوم وړاندې کېږي، خو په حقیقت کې ډېرې ستونزې لري. نوموړی په افغانستان کې د سخت‌ دریځو ډلو شتون، د دولتي ادارو کمزوري کېدل او له ټولنیز ژوند په سیستماتیک ډول د ښځو لرې کول د لویو ستونزو په توګه یادوي.

نصیر احمد اندېشه وړاندې زیاته کړې چې د یوناما سیاسي څانګې په کابل کې د پاتې کېدو لپاره ډېر ځله له اصولو سره جوړجاړی کړی او یوازې د خپل حضور ساتلو ته یې لومړیتوب ورکړی دی او په وینا یې د ځانګړي استازي څوکۍ هم له مودې راهیسې خالي ده چې دا د ماموریت کمزورتیا ښيي.

اندېشه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندیز کوي چې د یوناما ماموریت داسې بدل کړي چې د افغانستان د ټولو اړخونو ترمنځ رښتینی سیاسي بحث رامنځته کړي او که دا کار ونه شي نو افغانستان به لا ژورې بې‌ثباتۍ ته ولاړ شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here