د ملګرو ملتونو د جنیوا دفتر خبرداری ورکړی چې که د اوبو د مصرف او مدیریت اوسنی بهیر دوام وکړي، نړۍ به تر ۲۰۳۰ کال پورې د تازه اوبو له ۴۰ سلنه کموالي سره مخ شي.
دغه سازمان ویلي، د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت، د اقلیم بدلون، د نفوس زیاتوالی او د اوبو لوړه غوښتنه د اوبو د نړیوال بحران خطر زیاتوي.
ملګرو ملتونو له هېوادونو غوښتي چې د اوبو د سرچینو د اغېزناک مدیریت او ټولو خلکو ته د پاکو اوبو د لاسرسي لپاره بیړني اقدامات چټک کړي.

