یکشنبه, اگست 30, 2026
Homeسیمهمجتبی خامنه‌يي د خلیج هېوادونو له مشرانو د «اصلي دښمن» پر وړاندې...

مجتبی خامنه‌يي د خلیج هېوادونو له مشرانو د «اصلي دښمن» پر وړاندې د یووالي غوښتنه وکړه

د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي د اسلامي وحدت اوونۍ په مناسبت په یوه لیکلي پیغام کې د خلیج هېوادونو له مشرانو غوښتي چې خپل «اصلي دښمن» وپېژني، د هغه پلان درک کړي او پر وړاندې یې ودرېږي.

خامنه‌يي په ځانګړي ډول د لوېدیځې اسیا او خلیج هېوادونو مشرانو ته ویلي چې د مسلمانانو ترمنځ وېش د هغوی د مخالفانو په ګټه تمامېږي. نوموړي د مسلمانانو پر یووالي، متقابلې دفاع او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ټینګار کړی دی.

هغه پوښتنه کړې چې که د خلیج هېوادونه او ملتونه د اسلام تر بیرغ لاندې متحد وای، ایا «بې‌هویته سرغړوونکو» به د دوی پر خاوره او شتمنیو د لاس اچولو جرئت کړی وای؟ نوموړي همداراز د فلسطینیانو وضعیت ته په اشارې ویلي چې که مسلمانان متحد وای، ښايي فلسطینیان به په اوسني حالت کې نه وای.

خامنه‌يي همداراز دوه ورځې وړاندې هم له ایرانيانو غوښتي وو چې ملي یووالی وساتي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې ټولنیز یووالی کمزوری کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here