د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل الهادي مسلمیار د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر وړاندې د پاکستان له لوري ترسره شوي هوايي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
مسلمیار ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
نوموړي شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې شفا دعا کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو، قوانینو او د ملګرو ملتونو د تړونونو ښکاره سرغړونه ده او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده.
د ده په وینا، په دغو بریدونو کې بېګناه ملکي وګړي، جوماتونه او عامه ځایونه په نښه شوي چې یو نه بښونکی عمل او ستر جنایت بلل کېږي.
د مشرانو جرګې پخواني رییس زیاته کړې چې افغانانو تل د هر ډول یرغل پر وړاندې غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې د افغانستان پر ملي حاکمیت هر ډول تېری به بې ځوابه پاتې نه شي.

