پنجشنبه, اگست 27, 2026
Homeامنیتغزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۷۳ زرو واوښت

غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۷۳ زرو واوښت

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۷۳ زره او ۴۳۸ ته رسېدلی، او ۱۷۴ زره او ۴۴۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۷ وژل شویو او ۱۰ ټپیانو جسدونه او ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي. په وژل شویو کې پنځه کسان په وروستیو بریدونو کې وژل شوي او دوه نور د خپلو پخوانیو ټپونو له امله مړه شوي دي.

وزارت وايي، لا هم یو شمېر قربانیان د ودانیو تر خاورو لاندې او په لارو کې پاتې دي او د ژغورنې ډلې ورته د لاسرسي توان نه لري.

د اوربند له پیل راهیسې هم ۱،۳۰۳ فلسطینیان وژل شوي او ۴،۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here