جمعه, اگست 21, 2026
Homeسیمهعمران خان: په زندان کې سخت شکنجه کېږم

عمران خان: په زندان کې سخت شکنجه کېږم

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان خپلو خویندو ته ویلي چې په زندان کې شکنجه او ورسره ناوړه چلند کېږي او له اوږدې مودې راهیسې په انفرادي بند کې ساتل کیږي.

د عمران خان خور ډاکټر عظمی خان له نوموړي سره تر لیدنې وروسته په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې د خان پر یوې سترګې پټۍ تړل شوې وه او د روغتون دننه د تیارې له امله د موبایل د څراغ په رڼا روان و.

نوموړې وايي، عمران خان ورته ویلي چې د روغتیايي ستونزې په اړه یې څو ځله ډاکټرانو ته شکایت کړی، خو پاملرنه ورته نه ده شوې.

عمران خان همداراز ویلي، له ټلویزیون او د مطالعې له موادو هم محروم ساتل کېږي او د انساني اړیکو نشتوالي یې روغتیايي وضعیت لا خراب کړی دی.

د خان بله خور علیمه خان له نوموړي سره له نهو میاشتو وروسته د لیدنې د جزیاتو د بیانولو پر مهال احساساتي شوه او ویې ژړل.

عمران خان د محکمې د حکم له مخې د روغتیايي معاینې لپاره اسلام‌اباد کې روغتون ته وړل شوی و، خو له لنډې مودې وروسته بېرته زندان ته ولېږدول شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here