شنبه, اگست 29, 2026
Homeسیمهسېنټکام: د هرمز تنګي نړیوالې بار وړونکې لارې مو له سمندري ماینونو...

سېنټکام: د هرمز تنګي نړیوالې بار وړونکې لارې مو له سمندري ماینونو پاکې کړي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) قوماندان اډمیرل براډ کوپر وايي، امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي د نړیوالو بار وړونکو بېړیو لارې له هغو سمندري ماینونو پاکې کړي چې په وینا یې څو میاشتې وړاندې د ایران سپاه‌پاسداران ځواکونو له خوا ځای پر ځای شوي وو.

کوپر په یوه وینا کې ویلي، د امریکا شاوخوا ۵۰ زره سرتېري په منځني ختیځ کې په روانو عملیاتو کې بوخت دي او د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې د پلي کولو او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د ساتنې لپاره فعالیت کوي.

د هغه په وینا، امریکايي ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۱ زرو ۵۰۰ سوداګریزو بېړیو سره د تنګي له لارې د تېرېدو په برخه کې مرسته کړې ده.

نوموړي ادعا کړې چې دغو بېړیو شاوخوا ۷۵۰ میلیونه بېرله خام تېل نړیوالو بازارونو ته لېږدولي دي.

کوپر زیاته کړې چې د سمندري محاصرې له بیا پیل وروسته، ایران له خپلو بندرونو د تېلو هېڅ صادرات نه دي کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، امریکايي ځواکونو ۷۵ بېړۍ بېرته اړولې دي چې غوښتل یې محاصره ماته کړي او درې نورې بېړۍ یې چې د امریکايي ځواکونو له امرونو سره یې سمون نه درلود، «غیر فعالې» کړې دي.

کوپر ویلي چې د عملیاتو شرایط «خورا ننګونکي او خطرناک» وو، خو امریکايي ځواکونو خپل ماموریت بشپړ کړی او اوس نړیوالې بار وړونکې لارې پرانیستې دي او تګ راتګ روان دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here