سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeسیاستسوریې او روسیې د دوو مهمو پوځي اډو په اړه هوکړه وکړه

سوریې او روسیې د دوو مهمو پوځي اډو په اړه هوکړه وکړه

سوریې او روسیې له شاوخوا ۱۸ میاشتو خبرو اترو وروسته د سوریې په خاوره کې د روسیې د دوو مهمو پوځي مرکزونو، حمیمیم هوايي اډې او طرطوس سمندري اډې د راتلونکي په اړه هوکړه کړې ده.

د هوکړې له مخې، د حمیمیم هوايي ډګر او د طرطوس بندر ملکي برخې به د سوریې تر کنټرول لاندې راشي او له ملکي زیربناوو سره به یوځای شي.

په طرطوس بندر کې به سوداګریز فعالیتونه هم د سوریې د ادارو تر مدیریت لاندې ترسره کېږي. روسیې مخکې په دغه بندر کې د لوژستیکي فعالیتونو لپاره حضور درلود.

د هوکړې له مخې، د دواړو اډو پوځي تاسیسات به په ګډو پوځي روزنیزو او د وړتیا لوړولو مرکزونو بدل شي چې د سوریې او روسیې ځواکونو ترمنځ به په کې پوځي روزنه او همکاري دوام ولري.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو بدلونونو د عملي کولو بهیر به شاوخوا درې میاشتې وخت ونیسي.

دا هوکړه د سوریې د پخواني ولسمشر بشار الاسد له واکه تر لېرې کېدو وروسته د دمشق او مسکو ترمنځ د پوځي اډو د راتلونکي په اړه د اوږدو خبرو اترو پایله ده.

روسیې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال په سوریه کې د حمیمیم هوايي اډه او طرطوس سمندري اډه د خپل پوځي حضور لپاره کاروله.

د نوې هوکړې له مخې، روسیه له دغو سیمو په بشپړه توګه نه وځي، بلکې خپل پوځي حضور به د ګډې روزنې او پوځي همکارۍ په نوي چوکاټ کې وساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here