دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: د امید سبز ښارګوټي ځمکه دولتي ده؛ اوسني تصرف...

د طالبانو حکومت: د امید سبز ښارګوټي ځمکه دولتي ده؛ اوسني تصرف کوونکي دې له پلورونکي حق وغواړي

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د کابل د «امید سبز» (حاجي نبي) ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه زیاته ځمکه د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې دولتي تثبیت شوې ده.

د عدلیې وزارت ویلي، د غصب شویو دولتي ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې د کابل ښار په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکه دولتي ده.

د وزارت په وینا، دغه ځمکه د دولت په نوم ثبت شوې او تر اوسه کوم شخص یا ادارې ته نه ده لېږدول شوې.

په پرېکړه کې ویل شوي چې ځمکه به د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل شي، خو اوسني اخیستونکي کولای شي د ځمکې د ورکړل شوې بیې او تاوان د ترلاسه کولو لپاره له هغه پلورونکي سره دعوه وکړي چې ځمکه یې ترې اخیستې ده.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون په ټول هېواد کې د ښارګوټو ارزونه کوي او د نورو ښارګوټو دوسیې هم تر څېړنې لاندې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here